که پرجنرال دوستم تور ثابت شي نو ملي خاین پیژندل کیږي
سلام خان سلام خان

 

د افغانستان په قانون کې معادن د ملت او دولت ملکیت دي. هر څوک چې د دغو کانونو په برخه کې په ناقانونه عمل لاس پورې کړي، د هغه عمل د دولت او ملت پر ضد عمل بلل کیږي او د قانون له مخې به ورسره جدي او بي توپيره چلند وشي د امو په نامه د نفتي حوزې یوه برخه په سرپل کې پرته ده چې پکښې د کانونو د وزارت د شمیرو له مخې په ملیونونو متره مکعبه ګاز شتون لري،د افغانستان د کانونو وزير دیوه ځانګړی لیک په طرځ کی شکايت کړی دی، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم پلوي وسله وال د هېواد په شمال کې د چينايي شرکت له لوري د تېلو د راايستلو مخه نيسي او په هېواد کې د بهرنيانو پانګونې ته خنډ پېښوي پر دوستم باندې تور لگول شوی دئ چې په سرپل ولایت ئې په ناقانونه توګه د ملک له طبیعي شتمنیو څخه ګټه پورته کړې ده په لیک کې راغلي دي چې نوموړي د خپلو ملیشو په مرسته د سرپل په نفتي حوزه کې ناقانونه او غیرې مسلکي کیندنې کړې دي او په سلګونو زره متره مکعبه ګاز ئې له همدې ځایه پلورلی دئ له همدی کبله تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوه لیک په ترڅ کې له مسئولو ارګانونو غوښتنه وکړه چې له جنرال عبدالرشید دوستم څخه عاجلې پلټنې وکړي. ويل شوي دی، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا جنرال دوستم او د هغه يو شمېر قومندانان لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي په همدې حال کې د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې که چیرې پر جنرال دوستم لګول شوي تورونه ثابت شي نو هغه به ونیول شي. د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري، په خبره دوی یوه څیړندویه پلاوي ته دنده سپارلې ده چې سرپل ولایت ته ولاړ شي او هلته دا مسئله له نزدې وڅیړي د لوی څارنوالي د مرستیال د وینا له مخې د دغه ارگان یو صلاحیت لرونکی پینځه کسیزه پلاوی د موضوع د څیړلو له پاره سیمې ته رسیدلی دئ او که چیرې په دې ځای کې ناقانونه کیندنې ولیدلې شي نو د کیندنو مسئول به ونیسي او د قانو پنجو ته به ئې وسپاري همدارازد لويې څارنوالي د مرستيال رحمت الله نظري له قوله راپور ورکړل شوی دی چې لويې څارنوالۍ د ملي امنيت شورا له لوري د هېواد په شمال کې د کانونو په چارو کې د دوستم د لاسوهنې په اړه يو ليک تر لاسه کړى دى. نظري ويلي چې که پرده لګيدلي تورونه ثابت شي ملي خيانت بلل کېږي او د ملي خيانت جزا بيا اعدام او ابدي بند دى. جنرال دوستم چې یو وخت د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان وو هغه وخت له حکومتي دندې ګوښه کړای شو چې په کابل کې ئې د ترک تبارانو شورا د مشر اکبر بای پر کور باندې یرغل وکړ یو شمیر  خلکو او پخپله اکبر بای هغه وخت د جنرال دوستم د نیولو او قانون ته د هغه د سپارلو غږ وچت کړ خو مرکزي حکومت د هغه په قانوني تعقیب و نه توانید. دې ته به وخت ځواب ووایي چي ایا اوس قانون هغه د سرپل د طبیعي زیرمو د سپړلو په تور نیولای شي او که نه.

د آمو سیند د حوزې د نفتي کانونو د ایستلو په برخه کې یوه چینایۍ او یوه افغان کمپنۍ څه باندې اته سوه ملیونه ډالرپانګه اچوي او افغانستان ته هرکال له دې درکه لسګونه ملیونه ډالر ګټه رسیږي؛ له ولسمشرکرزی نه د چین جمهور رییس او د نوموړي هیواد د پټرولیمو د ادارې مشرهم هم غوښتنه کړې؛ چې د آموسیند د حوزې د کانونو امنیت ټینګ کړي په عین حال کی دنوموړی موضوع په باب د افغانستان د حکومت د يوه چارواکي له قوله رويټرز خبري اژانس ته ویل شوی دی؛ چې چينايي مقاماتو هم د افغانستان ولسمشر ته ويلي، چې د دوستم پلويان يې د کار خنډ کېږي د افغان حکومت دغه چارواکی دا هم ویلی دی، چې د جنرال دوستم پلويان د تېلو په عوايدو کې برخه غواړي جنرال دوستم چی یو وخت د افغانستان د دفاع وزارت درستيزوال هم ؤ وسله وال کسان په سيمه کې چينايي انجنيران تهديدوي او د تېلو په ايستلو کې خنډونه جوړوي دبله لوری د جنرال عبدالرشيد دوستم، اړوندې ډلې بیا د افغانستان د حکومت دغه تورونه رد کړي؛ خو په عين حال کې يې ويلي، چې دوی د دې غوښتونکي دي، چې د تېلو او ګازو د استخراج د امنيت په چارو کې د سيمې اوسېدونکي وګومارل شي ،جنرال دوستم ته نزدې کس او د شمال ایتلاف مشر احمد ضیا مسعود، د دوستم ننګه کړې ده او ویلي ئې دي چې حکومتي یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او پخپله ولسمشر د هیواد دیرې شتمنۍ لاندې کړې دي او پر دوستم باندې د داسې تورونو لګول د جهادي مشرانو د بدنامولو له پاره د سیستماتیکو هڅو یوه برخه ده هغه ویلی دی چی ملي خیانت هغو کسانو وکړ چې نهه سوه ملیونه ډالره ئې له کابل بانک څخه غلا کړل. ملي خیانت خو هغه چا کړی دئ چې په کندهار کې ئې د دفاع وزارت پر ځمکو شخصي ښارګوټی جوړ کړی دئ او اوس ئې پر پیسو پخپل منځ کې لانجې لري. د جهادي قوماندانانو بد نامول کومه اسانه خبره نه ده او موږ به هیڅ چا ته دا اجازه ور نه کړو، په افغانستان کې تردې پخوا هم یوشمیر دولتي چارواکي په اختلاس، د ځمکې په غصب، په اداري فساد او داسې نورو جرمونو تورن شوي، خو خلک شکایت کوي، چې دا ډول دوسیې لکه څنګه چې لازمه ده، یا نه څیړل کیږي او یاهم د ځینو سیاسي او نورو ملحوظاتو له امله افغان حکومت جدي نه دي تعقیب کړي.

 افغان ولسمشر حامد کرزي نن دجون دمیاشتی په ۱۲ نيټه  په کابل کی دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی ژورنالیستانو ته وویل چې جنرال دوستم په ملي خیانت نه دئ تورن شوی. هغه زیاته کړه چې د کانونو د وزارت له خوا افغان حکومت ته یو رپوټ رسیدلی دئ چې په سرپل ولایت کې د چینایانو د پانگونې پر وړاندې ستونزې رامنځ ته شوې دي چې افغان حکومت اوس د دغه رپوټ په څیړلو بوخت دئ ،د کرزي په خبره افغان حکومت ته رسیدلی رپوټ به د افغانستان د قضايي ارگانونو له خوا وڅیړل شي او هر هغه وگړي چې قانون تر پښو لاندې کړی وي، هغه ته به سزا ورکړل شي ،ولسمشر کرزي د سې شنبې د ورځې په خبرې کنفرانس کې وویل اپوزیسیون باید دملی منافعو پر ضد نه وی  په هر نظاه کې سیاسي اپوزیسیون کولای شي چې پر حاکم نظام باندې نیوکې وکړي خو دغه نیوکې باید د ملي گټو پر ضد نه وي کرزي همدا رنګه وویل چې له حکومت سره مخالفت باید له هیواد سره مخالفت نه وي او نه هم باید له ملي منافعو سره په تکر کې وي

ځینی راپورونه وايي چې  جنرال عبدالرشید دوستم پرون سهار وختي د یوې څرخکې په مرسته له افغانستان څخه وتلی دی.د دوستم ویندوی او یا ملي جبهې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي دوستم ته د نږدې سرچینو ویلي چې نوموړي د شمال دایتلاف له غړو او مشرتابه شورا سره تر خبرو وروسته دا غوره بللې چې له افغانستان څخه ووځي.د سرچینو په خبره  جنرال دوستم ترکيي ته د تګ لپاره لومړی له ازبکستان څخه یوه الوتکه را وغوښته او وروسته له شبرغان څخه د ازبکستان پلازمیني او له هغه ځایه د ترکیي د انقرې ښار په لور وخوځید  د نوموړي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان په وخت تیره نیمه شپه شاوخوا دری بجې د انقرې په اتاترک هوايي ډګر کې را کښته شوه.پای


June 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها